اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو ته د لا پراختيا وركول, د عزم پخلے كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان سره د ټېلي فوني تماس په مهال يو اے اي ته په 51مې قامي ورځ مباركي وركړې٬ د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو پخلي كولو سره دواړو مشرانو په خاص توګه د دوه اړخيزه اړيكو لا پراختيا لپاره د خپل شريك عزم پخلے كړے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات باني صدر، شېخ زيد بن سلطان النهيان ته د دواړو هېوادونو تر مېنځه د نزدې او ورورولۍ اړيكو د بنياد په اېښودو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ شېخ زيد بن سلطان النهيان به د پاکستان باقاعده دورې كولې او په پاكستان كښې به ئې سماجي څانګو كښې په بېلا بېلو فلاحي منصوبو كښې مالي معاونت هم كولو، شېخ زېد هسپتال پاکستان لپاره د ھغوي د خدمات يو غوره مثال دے، د ھغوي نامه به د خېر ښګړې كارونو لپاره ياد ساتلې شي۔ په دې مهال وزيراعظم په پاکستان كښې سېلاب څخه د شوې تباهۍ نه پس د پاكستان مالي او د مرستې سامان په صورت په مرسته كولو د يو اے اي د صدر مننه كړې ۔ د متحده عرب امارات صدر د وزيراعظم لخوا د مباركۍ هركلي كولو سره د پاكستان اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې موقع د متحده عرب امارات صدر له د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې شېخ محمد بن زيد النهيان قبوله كړه۔ پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د پنځو لسيزو راهسې د ورورلۍ نزدې اړيكې قائم دي كومې چې په شريكه عقيده ٬ مشتركه اقدارو او كلتور اډاڼه دي٬ متحده عرب امارات په مېنځني ختيز كښې د پاکستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار او د سرمايه كارۍ لويه ذريعه ده