اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خصوصي وګړو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلې دي چې د خصوصي وګړو حقونو او خېر ښېګرې ته وده وركولو له پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د خصوصي وګړو ورځ لمانځي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا په جاري شوي بيان كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په نړۍ كښې يو ارب نه زياته يا نزدې 15 فيصده آبادي څه نه څه معذورۍ سره مخ ده۔ په دې 15 فیصده كښې 80 فيصده خصوصي وګړي په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د خصوصي وګړو د آبادۍ تخمينه 10 فيصده څخه زياته ده كومه چې د اندېښنې وړ ده۔ ده ووئيل مونږ له به د خصوصي وګړو د نړيوالې ورځې په موقعه دا لوظ كول وي چې خصوصي وګړو ته د ژوند په ټولو اړخونو كښې يو ډول موقعې وركولو له به فعاله ګامونه پورته كوؤ٬ دوئي لپاره به د زده كړو آسانۍ برابرؤ او دوئي هنرمند جوړولو سره به دوئي په معاشي او مالي توګه په خپلو پښو ودروؤ۔ صدر مملكت زياته كړه چې خصوصي وګړو ته دې د دوئي د هنر او كوټې حساب سره د روزګار موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل ميډيا دې خصوصي وګړو سره ټولو منفي رويې او دقيانوسي تصورات لرې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ صدر مملکت په دې خبره زور راوړو چې ميډيا دې د معذور وګړو او زمونږ ذمه وارو په اړه ټولنه كښې شعور بېداورولو له كار وكړي۔