اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي چې وفاقي حكومت د سنګل يوز پلاسټك څيزونو او پلاسټك بوتلو په بېلو پړاؤنو كښې ختمولو له د نوې ضابطو منظوري وركوي، د اګست اولنۍ نيټې 2023 څخه به د يو وارې كارول كېدونكو پلاسټك پلېټونو ٬ پيالو او كپونو وغېره ختمول پېل كړې شي٬ د دې خيالاتو څرګندونه دې په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د ماحولياتو نړيوالې ورځ مناسبت سره تابيا كړې شوې په فضائي آلودګۍ د لوړې كچې پاليسي مكالمې پرانستې سېشن ته خپلې آن لائن وېنا كښې وكړه۔ د دې مكالمې اهتمام اېس ډي پي آئي د علامه اقبال اوپن يونيورسټي، د نړيوال پرمختيائي هدفونو پارلماني ټاسك٬ نېشنل ديزاسټر رسك مينجمنټ فنډ او د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام په مرسته كړے وو۔ د استقباليې خطبه وړاندې كولو سره د علامه اقبال اوپن پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ناصر محمود ووئيل زمونږ پوهنتون ماحولياتو ته خاص پام ګرځولې ٬ د كېمپس پلاسټك فري جوړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د اېس ډي پي آئي اي ډي عابد قيوم سلهري او د نيشنل ډيزاسټر رسك مينجمنټ فنډ سي اي او بلال انوار په خپله وېنا كښې د فضائي آلودګۍ ختمولو له وړاندېزونه وركړل۔ نورو مقررينو په خپله وېنا كښې ووئيل ماحولياتي آلودګي او ګلوبل وارمنګ د پاكستان په شمول ګردې نړۍ له يو چېلنج دے او ددې چېلنج مخنيوي له به په ګډه هڅې كول وي۔ دوئي د ځنګلونو رقې په تندۍ سره كمېدل او پلاسټك ماحول لپاره خطرناك ګرځولو سره د پلاسټك كارول ترك كولو په حاجت زور راوړو۔ دوئويل مونږ له به زياتې اونې لګول وي او حكومت بايد په شاپنګ بېګ او د پلاسټك په نورو څيزونو بندېز ولګوي