پاکستان د اتومي قوت نه پس معاشي قوت جوړېدل دي۔ سينيټر اسحاق ډار

image

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان د اتومي قوت نه پس معاشي قوت جوړېدل دي، د سختو پرېكړو د لارې د وروستو تللو عمل ودرېدلے دے او د معيشت د بحالۍ نه پس اوس معيشت د نمو پلو بوتلل دي او دا بيا د نړۍ 24م لوے معيشت جوړول دي۔ د خالي په ورځ پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل معاشي ترقي او د بجټ ټول هدفونه د ترلاسه كولو وړ او فعاله دي٬ كه د وفاق او صوبو په كلن پرمختيائي پروګرام په حقيقي معنو كښې عمل وشو نو د 3.5 فيصده نمو هدف به په آسانۍ ترلاسه كړو،زمونږ بنيادي هدف د كال 2017 معاشي اشاريې بيا ترلاسه كول دي

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں