اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ټولو ستونزو باوجود د ټېكس فري متوازي بجټ په وړاندې كولو د اقتصادي ډلې ستائنه كولو سره وئيلي چې معيشت كښې اصلاحاتو ته اړتيا ده خو دا هله ممكن ده كله چې هېواد كښې سياسي استحكام وي٬ ميثاق معيشت د اولس د څوكالۍ او پرمختګ يوازينۍ لاره ده، سرکاري ملازمانو ته ريليف د دوئي په تنخا كښې او پنشن كښې د اضافې په صورت كښې وركړې شوې دې۔ دا خبره د خالي په ورځ وزيراعظم شهباز شريف خپل ټويټ كښې كړې۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ريليف او بحالۍ٬ نړيوال سپلائي چېن كښې خنډان او جيو ستراتېژك بدلون څخه د رامخې ته كېدونكې چېلنجونو له مخې د راتلونكي مالي كال بجټ جوړول ډېر ګران كار ٶ٬ د عمران نيازي د لاسه رامخې ته شوي سياسي عدم استحكام معيشت ته زيان رسولې او غېر يقيني صورتحال يۍ پېدا كړې۔ وزيراعظم ووئيل اتحادي حكومت ھغه څانګو ته ترجيح وركړې ده كوم چې د اقتصادي پرمختګ ګړندي كولو٬ سرمايه كار راغب كولو او د معيشت په خپلو پښو د اودرولو صلاحيت لري۔ وزيراعظم ووئيل د ګرانۍ اثراتو له مخې حكومت د سركاري ملازمانو په پنشن او تنخاګانو كښې د 30 نه تر 35 او پنشن كښې 17.5 فيصده اضافه كولو سره دوي ته ريليف وركړے دے ٬ لږ نه لږ اجرت 32 زره روپۍ كړې شوې دے۔ ده ووئيل په يو متوازن بجټ كښې يو نوې ټېكس نه دې لګولے شوې او دا په موجوده ستونزمنه وضعه كښې ممكن نه ٶ٬ زه د ھغه ټولو كسانو ستائنه كوم كوم چې د بجټ جوړولو برخه ٶ او په دې كښې ئې خپل كردار لوبولې۔ وزيراعظم ووئيل معيشت كښې اصلاحاتو ته ضرورت دے، دا سياسي استحکام سره ممكن دي٬ ميثاق معيشت د اولس د څوكالۍ او پرمختګ يوازينۍ لاره ده