هيله لرو چې د بلوچستان په وډھ سيمه كښې به د امن او امان وضعې ښه كېدو لپاره حكومت په سمدستي توګه احكامات جاري كړي۔ راجه پروېز اشرف

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر د دې توقع څرګندونه كړې ده چې د بلوچستان په وډھ سيمه كښې به د امن او امان وضعې ښه كېدو لپاره حكومت په سمدستي توګه احكامات جاري كړي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسبملۍ كښې د آغا حسن بلوچ لخوا د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب سپيكر ووئيل زه هيله لرم چې حكومت به په دې معامله كښې اقدامات وكړي۔ د دې نه وړاندې د اعتراض په نكته آغا حسن بلوچ ووئيل د تېرو 15 ورځو راهسې د بلوچستان په وډھ سيمه كښې حالات ډېر خراب دي مونږ په دې معامله د ايوان پام ګرځولے ٶ، څه وخت وړاندې زمونږ د ګوند مشر اختر مېنګل په تور مارټر ګولے فائر كړې شوې دي٬ په بلوچستان كښې د څادر او چاردېوالۍ خيال نه ساتلے كېږي د دې صورتحال به سنګين نتيجې رامخې ته شي، د صورتحال ښه كېدو لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړې شي٬ د قامي اسمبلۍ ازاد غړي علي وزير هم د بلوچستان د وډھ سيمې په صورتحال د تشويش څرګندونه كړې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں