لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ شهيد شوي ميجر سيد علي رضا شاه او حوالدار نثار احمد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په ضلع ژوب كښې د ترهه ګرو سره په مقابله كښې شهيد شوي ميجر سيد علي رضا شاه او حوالدار نثار احمد ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كولو سره وئېلي دي ټول قام شهيدانو ته سلام كوي۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرو په ضد جنګ كوونكې زمونږ اصل اتلان دي٬زمونږ بهادر ځواكونه د ترهه ګرو په ضد د فولادي ديوال غوندې ولاړ دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د ترهه ګرو عفريت بشپړ ختمولو له عزم لرو۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں