اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن اسلام آباد كښې د غیر قانونی هاؤسنګ سکیمونو معامله اړونده كمېټۍ ته سپارلې ده۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سنټري فوزيه ارشد په اسلام آباد كښې د غير قانوني هاؤسنګ سکیمونو مسئله پورته كړه ۔ دې ووئيل چې د دې هاؤسنګ سکیمونو په وجه هغه وګړي كومو چې هلته كورونه جوړوي د زياتو ستونزو سره مخ دي، سي ډي اے دې په دې اړه سخت اقدامات وكړي۔ غیرقانوني هاؤسنګ سکیمونو له باید اجازه ورنه كړې شي ۔چيئرمېن دا مسئله قائمه کمېټۍ ته وسپارله ۔ د سېنېټ چئيرمېن سپارښتنه وكړه چې د غير قانوني هاؤسنګ سکیمونو مخنيوي لپاره دې سخت ګامونه پورته کړې شي