الېکشن کمېشن د کمېشن په سپكاوي كولو کېس كښې په عمران خان او فواد چوهدري فرد جرم ولګولو٬ د كېس سماعت تر 16مې جنورۍ وځنډولے شو

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) الېکشن کمېشن د کمېشن په سپكاوي كولو کېس كښې په عمران خان او فواد چوهدري فرد جرم لګولے دے ٬ دغسې د كېس سماعت تر 16مې جنورۍ ځنډولے شوے۔ د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن څلور كسيز بېنچ د اډياله په زندان كښې د الېكشن كمېشن سپكاوي كولو او د چيف الېكشن کمشنر په ضد په ناوړه خبرو د كېس سماعت وكړو٬ په دې موقع د تحريك انصاف باني عمران خان او فواد چوهدري څوك چې په عدالت كښې موجود وٶ ورته عدالت فرد جرم واورولو ٬ دغسې دواړو د فرد جرم د صحت نه انكار وكړو۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں