د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سيف پاكستان سټارټ اپ فنډ جاري كړو

image

اسلام آباد 09جنوری(اے پی پی) د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سيف د پاكستان سټارټ اپ فنډ جاري كړے دے ۔په دې اړه د نهې په ورځ دستوره وشوه۔په دستوره كښې د ملكي او غېر ملكي وينچر کیپیټلسټ٬سرمايه كارۍ٬سفارتكارو٬ د نوموړو ټېكنالوجي كمپنو استازو او د آئي ټي او ټيلي كميونيكشن وزارت او ذيلي ادارو سينئر افسرانو ګډون كولو۔د پاكستان سټارټ اپ فنډ لانچنګ دستورې ته وينا كولو په مهال ډاكټر عمر سيف ووئېل د پاكستان حكومت به هر كال پاكستان سټارټ اپ فنډ لپاره نزدې 2 اربه روپۍ بېلوي٬د دې د لارې نزدې 10 اربه روپۍ بهرنۍ سرمايه كاري متوقع ده٬د دې فنډ مقصد په پاكستان كښې وينچر سرمايه كاري تندول دي٬د دې فنډ څخه به سټارټ اپس ته مالي مرسته ترلاسه شي۔ډاكټر عمر سيف ووئيل پاكستان سټارټ اپ فنډ به د هېواد په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړي٬د آئي ټي وزارت سټارټ اپس ته آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوي٬تېرو څلورو كلونو كښې پاكستاني سټارټ اپس كښې نزدې 8000 ملين ډالره بهرني سرمايه كاري شوې٬دغسې په هېواد كښې 8 نېشنل انكيوبيشن سينټرز سټارټ اپس سپورټ كوي٬دا مهال 8 زره څخه زيات سټارټ اپس كار كوي كومه چې د يو متحرك انټرپرينيويل لينډ سكيپ نخښه ده۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں