بجټ كښې عامو وګړو ته ريليف لپاره اقدامات شوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ينګ پارلمنټېرينز پلاوي ملاقات

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي مونږ د مالي كال 25- 2024 په بجټ كښې عامو وګړو ته ريليف لپاره بشپړ اقدامات كړي٬ بجټ كښې د آئي ټي څانګې ودې لپاره نزدې 100 اربه، سکلز ډويلپمنټ او لوبو لپاره تاريخي فنډز بېل كړے شوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ينګ پارليمنټيرينز پلاوي ملاقات وكړو٬ د پلاوي په غړو كښې د قامي اسمبلۍ غړي راجه اسامه سرور، بيرسټر عقيل ملك، بيرسټر دانيال چوهدري، احمد عتيق انور، نوشين افتخار، رانا ارادت شريف خان، محمد عثمان اويسي ،عمار احمد خان لغاري ، ډاکټر شائسته خان، زينب بلوچ ، سعد وسيم ،شاهد عثمان شامل وو۔ په دې موقع د بجټ پشمول په يو شمېر اړوندو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں