پاكستان او اټاليا سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او امنيتي څانګو په اړه دوه اړخيزه مرستې ته سلا شول

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان او اټاليه سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او امنيتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې ته سلا شوي دي ۔دا اتفاق د فضائي حدود٬سېكورټي او دفاع لپاره د اټاليا انډسټريز اېسوسي اېشن چيئرمېن ګائيډ وكروسيټو خارجه وزارت كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ملاقات په مهال كړې۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو اترو په مهال د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير ووئيل پاكستان اټاليا سره دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګھ ګوري۔خارجه وزير د اټاليا پارليمنټيرين ته په مقبوضه جمو او كشمير كښې د اګست په پنځمه نېټه د هند لخوا د شوي يو اړخيزه غېر آئيني اقدام او د هغوي د مضمرات څخه خبر كړو۔ده ووئيل هند د اګست په پنځمه نېټه د مقبوضه جمو او كشمير 80 لكه بې ګناه كشميريان پرله پسې د كرفيو د لارې محصور كړي۔هند يو اړخيزه٬غېر آئيني اقدام څخه په ټوله منطقه كښې امن خطرو سره مخ كړې۔د مقبوضه جمو او كشمير په لاكهونو بې ګناه انسانان د هند استبداد څخه خلاصي لپاره نړيوالې ورورولۍ له به خپل كردار تر سره كول وي۔ډلې سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او امنيتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته سلا شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں