د هېواد معاشي صورتحال تر ډېره حده ښه شوې٬د وزيراعظم عمران خان د پاكستان تحريك انصاف د سندھ اسمبلۍ غړو سره ملاقات كښې خبرې

image

كراچي 21 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف د سندھ اسمبلۍ غړو د ګل په ورځ ملاقات كړی۔پھ ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم خان سواتي٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي زيدي٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واوډا٬خاص مرستيال نديم بابر او د قامي اسمبلۍ غړې اسد عمر هم د ده سره موجود وو۔د ملاقات په مهال هغه غړو خپلو سيمو كښې د كېدونكو پرمختيائي كارونو او مسائلو څخه خبر كړو۔په ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان غړو سره په خبرو كښې ووئيل كراچۍ د هېواد معاشي مركز دے ٬وفاقي حكومت په كراچۍ كښې د اوبو٬ټرانسپورټ٬ويسټ منيجمنټ او اولس ته د ورمخې ته نورو مسئلو څخه ښه خبر دے۔ده ووئيل له بده مرغه په وروستيو كښې د كراچۍ د اولس او كراچۍ مسئلې نظرانداز كړی شوي۔ د كراچۍ مسئلې حل كول د صوبائي حكومت كار دے خو د اولس خېرښېګرې تر مخه وفاق به د خپلو وسائلو له مخې د كراچۍ مسئلو حلل له خپله برخه اچوي۔وزيراعظم ووئيل بلدياتي نظام به د كراچۍ مسئلو حل راويستو كښې مرستياله ثابت شي٬زمونږ حكومت ته د تاريخ تر ټولو لويه معاشي خساره په ورثه كښې پاتې شوې خو اوس د هېواد معاشي صورتحال تر ډېره حده ښه شوې۔ ده ووئېل د سندھ معاشي حالات د كرپشن په سوب خراب شوي۔وزيراعظم وفاقي وزيرانو ته امر وكرو چې هغوي د كراچۍ اسمبلۍ غړو سره خپلې رابطې لا زياتې كړي۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختيار د سندھ اسمبلۍ غړو ته په كراچۍ كښې د روانو او د غور لاندې د وفاقي پروژو په حقله بريفنګ وركړو۔په دې موقع د سندھ ګورنر د وفاق لخوا باور وركړو چې كے – فور پروژه به پھ هر صورت بشپړولې شي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں