د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې قائد دې سوچ سره جلا وطن جوړ كړی چې هغه ته معلومه وه چې هندوان او مسلمانان يوځاې نه شي پاتې كېدې٬د عمران خان د حكومت په دور كښې په لنډه موده كښې رېكارډ پرمختيائي كار شوې٬كه د هېواد لوټ كونكو احتساب ونه شي نو جمهوريت به نامكمل پاتې شي٬د اېم اېل ون پروژې بنياد به په څلورو مياشتو كښې كېښودلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پینډۍ اولسي مركز كښې د قائد زېږون ورځې په اړه دستورې ته وېنا كولو په مهال كړې۔په دې موقع پارليماني سېكتر شېخ راشد شفيق٬د پاكستان تحريك انصاف لارښود٬راجه ماجد٬راجه ناصر محفوظ٬شوكت رشيد بټ او د پي ټي آئي ګڼ شمېر كاركنان هم موجود وو۔شېخ رشيد احمد ووئيل چې په هند كښې د مسلمانانو د شهريت او د ووټ رجسټرېشن چېلنج كولې شي٬هغوي د انګريز د دورې نه وسي خو دوي كاغذونه نه لري٬د هندوستان مسلمانان د پاكستان پلو ګوري۔ده ووئيل چې د كشميريانو نه آزادي تښتولو سره ظلم كولې شي٬مودي په كشمير كښې په مسلمانانو د ظلم او بربريت انتها كړی۔ده ووئيل چې څنګه پاك پوځ د كشمير آزادۍ لپاره تل تيار دې بايد مونږ هم دغسې تيار يو۔ده په دې موقع د قائد او د كرسمس د ورځې مباركي وركړه او وې وئېل چې د ټولنې نړۍ ځوانان دې د كشمير آزادۍ لپاره راوځي

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں