سوله ايز، خوشحال او مستحکم افغانستان سيمه ايزې خوشحالۍ او پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د تاجکستان سرکاري دورې په پائې د پاكستان او تاجكستان شريك بيان

image

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د تاجکستان صدر امام علي رحمان دواړو هېوادونو او سيمې ته په پېښو امنيتې چیلنجونو قابو موندلو لپاره د سکیورټی په څانګه كښې مرستې زياتولو له د عزم پخلي كولو سره د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه وكړه دغسې دواړو اړخه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې خپل خپل کردار او قربانیو ستائلو سره په دوه اړخيزه كچه نړيوالو او سيمه ايزو تنظیمونو كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ، نړيوالو منظمو جرمونو ، د انساني او نشه اي توكو قاچاق مخنيوي لپاره د رواني مرستې زياتولو په حاجت زور راوړلو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياندې له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د تاجکستان سرکاري دورې په اختتام د پاکستان او تاجکستان شريك بيان كښې ووئيل وزیراعظم د مينځني اسياﺀ سيمه كښې ترهه ګرۍ او د مالي معاونت مخنيوي لپاره ګڼ اړخيزې مرستې ته ودې وركولو او د دوشنبے فریم ورك عمل كښې ئې د ملګرو ملتونو سره د اعلیٰ پائې نړيوال کنفرنسونه كولو له د جمهوریه تاجکستان هڅې وستائلې۔ شريك بيان له مخې د افغانستان په اړه دواړو ډلو دې خبري ته اتفاق وكړو چې يو امناكه ، سوكاله او مستحکم افغانستان د سيمې سوكالۍ او پرمختګ لپاره بنیادی حیثیت لري،په دې اړه دې ووئيل افغانستان لپاره يو جامع حکومت ته اړټيا ده۔ بیان له مخې ډلو په نسل پرستۍ، بنیاد پرستۍ او د عدم برداشت په نورو قسمونو، یا مذهب یا عقیدې په نامه په ترهه ګرو بريدونو كښې د زياتوالې له امله په راپيدا شوو نوو خطرو اندېښنه څرګنده كړه ۔ شريك بيان كښې ووئيل شول دواړو لارښودو په ټوله نړۍ كښې په زياتې شوې اسلامو فوبیا د خیالاتو څرګندونه وكړه او د دې لعنت مخنيوي لپاره د او آئی سی شريك اقدامات او اجتماعی هڅو له ئې د مرستې څرګندونه وكړه۔ دوي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره هر كال د مارچ په 15مه نيټه د نړيوالې ورځ په توګه د لمانځلو هركلے وكړو۔ دغسې د پاكستان وزيراعظم اګست كال 2022 كښې د سېلاب ځپلو په مرسته كولو د تاجك صدر مننه وكړه۔ د وزيراعظم د تاجکستان سرکاري دورې په پائې كښې د پاكستان او تاجكستان شريك بيان كښې ووئيل شول د تاجکستان صدر امام علي رحمان په بلنه د پاکستان وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوېمه او درېمه جولائي د تاجکستان سرکاري دوره وكړه ٬ تاجک صدر د پاكستان وزيراعظم سره د ملاقات نه وروستو د پلاويو په كچه خبرې اترې وكړې٬ د ملاقاتونو په مهال ډلو د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګڼ اړخيزه مرسته لا قوي كولو لپاره د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د دورې په مهال وزيراعظم سره د تاجکستان د پارلمان چيئرمېن ذوکرزاده محمدتوير زوير او د تاجکستان وزيراعظم قاهر رسول زاده هم ملاقات وكړو ٬ د تاجکستان صدر او د پاكستان وزيراعظم ترمېنځه ملاقات او د پلاويو په كچه په شوو خبرو كښې د دوه اړخيزه چارو سره سره د سيمه ايز او نړيوال پېشرفت پشمول په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دورورولۍ موجوده اړيكو ته د لا پراختيا وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو كومې چې په مشتركه تاريخ، كلتور٬ جغرافيائي مناسبت او په مشترکه عقيدې آډانه دي۔ د تاجکستان صدر او د پاكستان وزيراعظم د تاجکستان او پاکستان ترمېنځه د ستراتېژك پارټنرشپ په لوظنامو لاسليك وكړو٬ كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زيات شوي شريك باور او شراكتدارۍ حقيقي عكاس دے او دې سره به د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره نوې لارې هوارې شي۔ د شريك بيان له مخې دواړٶ مشرانو د ملګرو ملتونو، اېس سي او، او آئي سي، اي سي او او د سي آئي سي اے پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز د غوره دوه اړخيزه مرستې ستائنه وكړه او نړيوال ٬ سيمه ايز امن ، استحکام او تل پاتي پرمختګ لپاره د ګڼ اړخيزه مرستې لا زياتولو ته سلاح شول۔ د پاكستان وزيراعظم كال 29-2028 لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په توګه د جمهوريه تاجکستان د نامزدګي ملاتړ وكړو او 26-2025 مودې لپاره په سلامتي كونسل كښې د پاکستان د كانديد په توګه د تاجکستان د قدر وړ ملاتړ ئې ستائنه وكړه ۔ دغسې وزيراعظم په واټر ډپلومېسي كښې د تاجکستان د قائدانه کردار ستائنه وكړه او د تاجکستان صدر ته ئې په مارچ كال 2023 كښې د تاجکستان او هالينډ لخوا په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د كال 2023 واټر كنفرنس او د لسم نه تر 13م جون كال 2024 درېم دوشنبے واټر ايکشن ډکيډ کنفرنس پشمول د نړيوالو دستورو په كاميابۍ مباركي وركړه ۔ د پاكستان وزيراعظم په دوشنبے كښې د اېس سي او د نشه اي توكو مخنيوي مركز جوړولو لپاره د تاجکستان اقدام له د ملاتړ هم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د جمهوريه تاجکستان صدر لخوا په كال 2025 كښې د ګليشيئرز د تحفظ نړيوال كال ګرځولو او ګليشيئرز تحفظ لپاره د نړيوال فاٶنډېشن جوړولو د اقدامات هم ستائنه وكړه او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اړوند قراررداد د منظورۍ ئې هركلے وكړو۔ د پاكستان وزيراعظم تاجکستان سره د پاکستان “وژن سنټرل ايشيا” پاليسۍ له مخې د روابطو په اهميت زور رواړو كوم چې د دوه اړخيزه مرستې په پنځو ستنو يعني سياسي، تجارت او سرمايه کارۍ، توان٬ روابطو او سلامتيا٬ دفاع او د اولسونو رابطو پشمول د اولس ترمېنځه په مرسته اډانه دي۔ دغسې وزيراعظم د پاکستان لخوا د تاجکستان کواډريليټرل ټريفک ان ټرانزټ اېګريمنټ كښې د غړيتوب ملاتړ وكړو۔ د شريك بيان له مخې ډلو د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه د موجوده بېن الپارلماني مرستې جاج واغست ٬ دواړو مشرانو په اروندو پارلمانونو كښې د تاجکستان پاکستان پارلماني دوستي ګروپونو په اهميت زور رواړو او د نتيجې وړ د بېن الپارلماني مرستې ودې لپاره ئې د پارلماني پلاويو دورو شمېره كښې د زياتوالي ملاتړ وكړو٬ دواړو مشرانو د تجارت، سرمايه کارۍ، ټرانسپورټ، توان، كلتور او سېلګرۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د موجوده جوائنټ ورکنګ ګروپس لخوا د ترلاسه كړے شوي پېشرفت ذكر وكړو، ډلو د جوائنټ ورکنګ ګروپس د باقاعده خبرو اترو ډاډګيرنه وكړه٬ د دوه اړخيزه تجارت د موجوده كچې ذكر كولو سره په دې خبره زور رواړلے شو چې يو لوئي صلاحيت موجود دے د كوم چې د شريكو هلو ځلو د لارې كارولو ته اړتيا ده، ډلو د نوو لارو ٬ موقعو او منصوبو لټون د لارې د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو په زياتولو هم اتفاق وكړو ٬ د مشترکه بيان له مخې ډلې د تجارتي اړيكو پشمول د ترجيحي تجارتي لوظنامې د خبرو اترو د لارې زياتولو او د يو بل سامان لپاره ترجيحي منډيانو ته رسنه وركولو ته هم سلاح شوې ۔ دواړو ډلو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سړك، ريل او هوائي رابطو ودې لپاره د پوهانو په كچه د مشاورت په اهميت زور رواړو٬ تجارت، اقتصادي او په سائنسي تکنيکي مرسته د پاکستان۔ تاجکستان د مشترکه کميشن اهميت ذكر كولو سره دواړو ډلو زر تر زره په اسلام آباد كښې د مشترکه کميشن د اوومې غونډې تابيا لپاره خوښي څرګنده كړه ٬ تل پاتي اقتصادي پرمختګ لپاره د باور وړ توان وركولو په اهميت رڼا اچولو سره ډلو د فليګ شپ پاور پروجيکټ “کاسا 1000” زره بشپړتيا لپاره د خپل عزم پخلے وكړو٬ دې خبرې ته اتفاق وكړے شو چې د منصوبې بشپړتيا سره به په سباٶن كښې د توان راهدارو لپاره نوې لارې بېرته شي چې ورسره به دواړو اړخونو او ټولې منطقې لپاره خوشحالي راشي۔ په مشترکه بيان كښې ووئيل شول دغسې وزيراعظم د تاجکستان صدر د ګوادر بندرځائ د فعاليت نه خبر كړو او تاجکستان ته ئې د پاکستان د بندرځايونو اسانيو څخه د استفادې كولو د موقعې وركولو وړاندېز وكړو۔ په دې خبره رڼا واچولې شوه چې د پاکستان بندرځايونه د مېنځنۍ اسياء هېوادونو پشمول تاجکستان لپاره د مينځني خيتز او د دې نه بهر منډيانو لپاره ډېره موثر، لنډه او اقتصادي لاره وركوي۔ ډلو د ټرانزټ ټريډ لوظنامې عملي كوو كښې د پېشرفت هم ذكر وكړو په كومه چې په دسمبر كال 2022 كښې د تاجک صدر د پاكستان دورې په مهال لاسليك كړے۔ وزيراعظم سي پېك د منطقې سره د پاكستان د رابطې او دا د سباون د پرمختګ په توګه رامخې ته كړو۔ ده ووئيل څنګه جې د سي پېك په وړومبي پړاٶ كښې پاكستان ته يو د مضبوط انفراسټرکچر نيټ ورك جوړولو له مرسته تر لاسه شوې ٬ دغسې په فيز II كښې د بنيادي ډھانچې پرمختګ، ګرين ډويلپمنټ، آئي سي ټي، صنعت کارۍ او زراعت جوړولو پلو ګرځولے شوے۔ د تاجکستان صدر د سرمايه کارۍ او په ټيکنالوجي كښې د پاکستان پوهه او صلاحيتونو مخې ته كولو سره د پاکستان سوداګرو او د كاروباري ورورولۍ هركلے وكړو چې ھغوي د تاجکستان په آزاد اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري كولو سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو برخه وګرځي۔ په مشترکه بيان كښې ووئيل شول دواړو ډلو د تجارتي پلاويو تګ راتګ٬ د تجارتي فورمز/ننداتونونو د تنظيم او د تاجکستان پاکستان د مشترکه بزنس کونسل ميټنګز شيډولنګ د لارې د كاروباري اړيكو زياتولو په ضرورت رڼا واچوله٬ تاجکستان او د پاکستان مشرانو لخوا د ترهګرۍ مخنيوي او د سلامتيا په څانګو كښې مرستې ته خاص پام لرنه وشوه او دوي په دې څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې د پرله پسې پرمختګ هركلے وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں