آستانه 04 جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف سيمه ايزو او نړيوالو چيلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې يووالې مهم ګرځولو سره د دهړكو يا طاقت يو اړخيزه او غير قانوني استعمال مخالفت او د ترهه ګرۍ مقابله کولو او پخوانۍ او روانو شخړو منصفانه او امناكه حل لپاره د پاکستان د عزم پخلے كړې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) مشرانو کونسل 24 مې مشرانو غونډې په موقع د اېس سي او پلس فارميټ مشانو غونډې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غير مستقل غړي په حيثيت سره 26۔2025 په مهال پاکستان پخوانو او روانو شخړو منصفانه او امناكه حل ، دھړكو يا طاقت يو اړخيزه او غير قانوني استعمال، هر ډول ترهه ګرۍ مقابله کولو او غړو هېوادونو سره شراکت كښې د اېس سي او ايجنډه مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔وزير اعظم ووئيل په كړكيچنو نړيوالو او سيمه ايزو چيلنجونو سره د ملګرو ملتونو فريم ورك كښې دننه كوټلې يووالي د لارې په ښه ډول قابو موندلې شو۔ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې خپله بشپړه تجربه او پوهه او امن و سلامتيا لپاره د شراکت قوي ميراث سره راغلې دے۔ده د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو په غونډه كولو د قزاخستان صدر قاسم جومارت توکائيوف له مباركي وركړه او هيله ئې څرګنده كړه چې آستانه اعلاميه او په دې غونډه كښې منظور شوې نور دستاويزات به د امن او سوكالۍ مقصدونو لپاره هڅو ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔نسل او مذهب په بنياد د كركې او فرق زيات شوې اشتعال او په خاص توګه اسلامو فوبيا، موسمياتي آفات او کوويډ۔19 نه پس حوالې سره ده ووئيل د شخړو حل كولو او چيلنجونو مخنيوي لپاره شريك قدر او سوچ لرلو سره اتحاد ته اړټيا ده۔ده د فلسطين اولس د ستونزو پلو پام راګرځولو سره ووئيل 37,000 څخه زيات فلسطينيان شهيدان كړې شوي او ګڼ شمير بے كوره كړې شوي۔ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن انکوائري رپورټ هم توثيق وكړو چې پكښې د اسرائيل کارروائي جنګي جرمونه او د انصاف نړيوال عدالت دغه يو نسل کشي ګرځولو سره د ځواب غوښتنه كړې۔بايد مونږ د نړيوالي ورورولۍ څخه په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه وكړه چې خپله ذمه واري ترسره كولو سره په سمدستي تګه جنګ بندي ، انساني مرستې آزادانه رسنې او غزه كښې د وګړو تحفظ باوري كړي او د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد باوري كړې شي۔د موسمياتي بدلون په مسئله رڼا اچولو سره وزير اعظم په پاکستان كښې د 2022 د سېلاب ذکر وكړو كوم كښې چې ګڼ شمير ځاني او مالي زيان شوې ، حالانکه د کاربن په اخراج كښې د پاکستان برخه د نه برابر ده۔