د حکومتي هلو ځلو له امله نن په هېواد كښې معاشي استحكام راغلې

image

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلې دي د حکومتي هلو ځلو له امله نن په هېواد كښې معاشي استحكام راغلې٬ د اوسني معاشي استحكام او اقتصادي اشارو كښې د بهترۍ عمل مخ په وړاندې بوتلل دې٬ کاروباري طبقې لپاره په زړه پورې فضا لا راجوړول دي دغسې چې د معاشي پرمختګ عمل ګړندې كړې شي٬ بهر هېواد كښې د مېشته وګړو لخوا ترلاسه شوې ترسيلات زر د هېواد په معيشت كښې مهم حېثيت لري٬ د هغوي سهولت كارۍ لپاره به هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي. د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د معاشي ډلې د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران مراد سعيد، حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، ميا محمد سومرو، اسد عمر، عمر ايوب، د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاکتر عبدالحفيظ شېخ، ډاکټر ثانيه نشتر، نديم بابر، سيد زبېر حېدر ګېلاني، د مركزي بانك ګورنر رضا باقر، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د اړوند څانګو سېكتران او لوړ پورو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په قانوني طريقه هېواد ته ترلاسيلات زر رالېږلو پحقله مجوزه مراعاتي پېكج وزيراعظم ته وړاندې كړې شو۔ په غونډه كښې مراعاتي پيکج كښې د ترسيلات زر پحقله بانكونو او ايکسچينج کمپنو ته د خاص مراعاتو وركولو تجويز وركړې شوې٬ د ترسيلات زر پحقله بانكونو ته وركړې شوې مراعات زياتولو سره سره د ټرانزيکشن حد كمولو هم تجويز شامل دے۔ د دې سكيم له مخې د قرعه اندازې د لارئ به ترسيلات زر رالېږونكو ته انعامونه وركولې شي او بهر هېواد ته تلوونكو لپاره د بانك اكاٶنټ پرانستلو شرط لازمي ګرځولې شوې۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د حکومتي هلو ځلو له امله نن په هېواد كښې معاشي استحكام راغلې٬ د اوسني معاشي استحكام او اقتصادي اشارو كښې د بهترۍ عمل مخ په وړاندې بوتلل دې٬ کاروباري طبقې لپاره ښه فضا لا راجوړول دي دغسې چې د معاشي پرمختګ عمل ګړندې كړې شي٬ بهر هېواد كښې د مېشته وګړو لخوا ترلاسه شوې ترسيلات زر د هېواد په معيشت كښې مهم حېثيت لري۔ د نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن د تعميراتو څانګې ودې لپاره د پورته كړې شوو اقداماتو نه غونډه خبر كړه۔ په غونډه كښې د خاص اقتصادي زونز جورولو او په دې لړ كښې قوانين لا ښه كولو پحقله په پېشرفت هم خبرې وشوې۔ په غونده كښې د سک يونټس بحالۍ لپاره د اقداماتو په اړه د پېشرفت هم جاج واخستې

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں