د کابینه ډویژن لپاره په مجموعی توګه 7 ارب 99 کروړه 72 لکھ 95 زره روپۍ جاری شوې

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د کابینه ډویژن لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 7 اربه 99 کروړه 72 لکھ 95 زره روپۍ جاری کړې شوې، حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو لپاره د روان مالي كال لپاره 39 اربه 98 کروړه 64 لکھ روپۍ بيلې كړې دې۔ د پلاننګ کمېشن د اړخه جاری شوې شميرې له مخې حکومت پينډۍ كښې په 200 كټونو مشتمل ګائناکالوجی سنټر جوړولو لپاره 22 کروړه 71 لکھ، کراچۍ كښې ګرین لائن بس ریپډ ټرانزټ سسټم لپاره يو ارب 83 کروړه ، کراچۍ كښې فلائی اوورز جوړولو لپاره 89 کروړه 32 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه منګھو پیر سړك جوړولو لپاره يو ارب 11 کروړه 88 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه اېم سی فائر فائټنګ اپ ګریډیشن او بحالۍ لپاره 85کروړه 50 لکھ، كوټلي پرمختيائي اهدافو سر كولو لپاره 2 اربه روپو څخه زياتې جاری کړې دې۔

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں