د بشري حقونو قائمه كمېټۍ غړې ډاكټر مهرين رزاق بھټو په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيوالو ورځې په مهال پېغام

image

اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د بشري حقونو قائمه كمېټۍ غړې ډاكټر مهرين رزاق وئيلي دي په مېرمنو د هر ډول تشدد په ضد يو موټې يؤ۔ په دې اړه د هر يو كمپائن ملاتړ كوؤ۔ په مېرمنو او كم عمره انجونو ظلم او تشدد په هېڅ ډول د قبلولو نه دې۔ مونږ به د خپلو مېندو او خوېندو تحفظ په معامله ټول عمري له اولني صف كښې يؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې په مهال پېغام كښې وكړه۔ دې ووئيل پيپلز ګوند ټول عمري داسې قانون سازي كړې چې ورسره مېرمنو ته تحفظ ترلاسه شوې۔ دې ووئيل پیپلز ګوند د اولس په مرسته يوه مېرمنه وزيراعظمه وټاكله او مېرمنې ئې د سپيكر ٬ وزيرانو ٬ جج او پوليس افسر په حېث غوره كړې۔ دې ووئيل وزیراعظمې شهید محترمې بېنظیر بھټو فرسټ وېمن بنک او مېرمنو لپاره بېلې پوليس سټېشنې جوړې كړې

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں