د وزيراعظم د خزانې سلاكار مفتاح اسماعيل د بلوم برګ ټي وي سره مركه

image

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې سلاكار مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې پاكستان به كله هم خپله خاوره مني لانډرنګ او د ترهګرو مالي مرستې لپاره استعمالولو ته ورنه كړي٬ د پاكستانې روپې په قدر كښې به نور كمې نه شي كولې۔ ده دا خبرې د بلوم برګ ټي وي سره په مركه كښې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان د مني لانډرنګ په ضد اقدامات كوي خو حكومت به په دې لړ كښې لا موثر اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې مونږ خپلې نړيوالې ذمه وارې پوره كولو لپاره پوخ عزم لرو۔ ده ووئيل چې پاكستان به كله هم خپله خاوره مني لانډرنګ او د ترهګرو مالي مرستې لپاره استعمالولو ته ورنه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس او د انټرنېشنل كوآپرېشن ريويو ګروپ لخوا د پاكستان په اړه وړاندې كړې شوې اندېښنې سمې نه دي۔ ده ووئيل چې مونږ به نړۍ سره په ګډه كار كوو او په ګرے لسټ كښې د خپل ګډون مخ نيوي لپاره به په اصلاحاتو په مكمل توګه عمل كولې شي۔ ډاكټر مفتاح اسماعيل د نړيوال بانك او د نړيوال مالياتي فنډ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره په واشنګټن كښې دے۔ په دې موقع په خپله مركه كښې ده ووئيل چې د پاكستان معيشت په سم پلو روان شوے۔ ده ووئيل چې معاشي اشارئې مثبتې دي۔ ده ووئيل چې سږ كال د مارچ په مياشت كښې د پاكستان په برآمداتو كښې 24 فيصد اضافه شوې۔ ده ووئيل چې حكومت د روپې قدر د نور كمولو اراده نه لري۔ ده ووئيل چې مونږ د اقتصادي پرمختګ شرح 6.2 فيصد ته د رسولو پوخ عزم لرو۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں