حكومت د روان مالي كال معاشي كاركردګۍ په اړه اقتصادي سروے 18-2017 جاري كړه

image
APP81-26 ISLAMABAD: April 26 – Federal Minister of Planning, Development & Reforms Prof. Ahsan Iqbal and Adviser to Prime Minister on Finance Dr. Miftah Ismail addressing during launching ceremony of Pakistan Economic Survey for 2017-18. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) حكومت د روان مالي كال معاشي كاركردګۍ په اړه اقتصادي سروے 18-2017 وړاندې كړې ده ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال اقتصادي جائزه وړاندې كړه۔خزانې لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر مفتاح اسماعيل٬محصولاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل او نور اړوند اعلٰی چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو۔وفاقي وزير د موجوده حكومت د روان مالي كال په مهال په معاشي كاركرډګۍ رڼا اچولو سره ووئيل د مسلم ليك(ن)حكومت چې په كال 2013 كښې اقتدار ترلاسه كړو نو قامي معيشت او رياست ستونزو سره مخ ؤ٬په خاص توګه د توان څانګې حالت ډېر ناوړه و او د امن او امان صورتحال بدتر ؤ ٬ ده ووئېل د معاشي ستونزې په سوب هېواد اړي ګړي سره مخ و٬هېواد كښې بې روزګاري زياته وه٬د هېواد معاشي حب كراچۍ د بته خورو په لاسو كښې وه٬موجوده حكومت زړه ورې او سترې نتيجې لرونكې پريكړې وكړی او د اوږدې مودې پلان 2025 يې جوړ كړو۔ده ووئيل د روان مالي كال شرح نمو 5.8 فيصد پاتې شوه٬كه د سياسي بې يقينۍ صورتحال نه وې نو د 6.1 فيصده هدف به مو آسانۍ سره ترلاسه كړی ؤ٬د توان په څانګه كښې رېكارډ سرمايه كاري شوې او په تېرو څلورو كلونو كښې قامي نظام كښې 11 زره مېګاواټ برېښنا شامله كړی شوې ٬ ده ووئېل په پنځه كال كښې 1750 كلوميټره موټروے جوړه كړی شوه٬پاكستان نن د سوئېلي آسيا تر ټولو زيات پرمختګ كونكې معيشت دې٬ وفاقي وزير ووئېل حكومت د خپلو وسائلو سره امنيتي عمليات پیل وكړل۔آپرېشن ضرب عضب او ردالفساد سره پاكستان محفوظ شوې۔ده ووئيل د موجوده حكومت معاشي پرمختګ په نړيواله كچه هم منلې شوې۔ده ووئيل د سي پیك په سوب به پاكستان د منطقې تر ټولو غوره هېواد جوړ

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں