د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې په قومي نظام كښې 11 زره 461 مېګاواټه برېښنا شامله شوې۔ د برېښنا پېداواري استعداد 28 زره 704 مېګاواټ ته رسېدلې۔ د توان وزارت

image

اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې په قومي نظام كښې 11 زره 461 مېګاواټه برېښنا شامله شوې۔ د توان وزارت ذريعو له مخې په كال 2013م كښې د برېښنا پېداواري استعداد 18 زره 753 مېګاواټه و كوم چې اوس په كال 2018م كښې 28 زره 704 مېګاواټ ته رسېدلې۔ د كال 2013م په مقابله كښې 6 زره مېګاواټه زياته برېښنا پېدا كېږي۔ د پنځو كلونو په موده كښې د برېښنا پېداوار په ځانګړې توګه زيات شوے خو ورسره ورسره د برېښنا طلب هم مخ په زياتېدو دے۔ په اپرېل كال 2013م كښې 6.3 اربه يونټې استعمال شوې دي او په كال 2018م كښې 9.2 اربه يونټې استعمال شوې دي٬ دغسې 45 فيصده اضافي برېښنا كارول شوې۔ د برېښنا طلب په اپرېل كال 2013م كښې 15 زره 816 مېګاواټه و كوم چې په اپرېل كال 2018م كښې زياتېدو سره 20 زره 846 مېګاواټ ته رسېدلې۔ د نندي پور پروژې ترسره كېدو سره هم د برېښنا په وركړه كښې بهتري راغلې۔ د ديامر بهاشا بند څخه به 4500 مېګاواټ او د داسو پروژې څخه به 4120 مېګاواټه برېښنا پېدا شي۔(

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں