لنډ مهاله وفاقي وزيرانو ته د دوئي د محكمو قلمدانونه وسپارلې شول

image

اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وفاقي وزيرانو ته د دوئي د محكمو قلمدانونه وسپارلې شول۔ د كابينه ډويژن لخوا جاری شوي نوټیفکېشن ترمخه اولس مشر ممنون حسېن د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک په سپارښتنه 6 وفاقي وزيران غوره كړي دي كومو چې د نهې په ورځ د خپلو څوكيو سوګند پورته كړو۔ د وزیراعظم لخوا 6 وفاقی وزيرانو ته قلمدانونه هم وسپارلې شول۔ عبد الله حسېن ته د خارجه چارو وزارت ٬ د قامي سلامتيا ډويژن قلمدان ٬ ددفاع وزارت ٬ د دفاعي پېداوار اضافي چارج ٬ محمد اعظم خان ته د داخله وزارت ٬ کپیټل اېډمنسټرېشن اېنډ ډوېلپمنټ (کېډ) ډویژن ،د نشائي توكو مخنيوي وزارت قلمدان ، د صوبو ترمينځه د رابطې وزارت اضافي چارج ، ډاکټر شمشاد اختر ته د خزانې وزارت ، محصولات او اقتصادي چارو ٬ د شماريات وزارت ، د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات قلمدان ، د تجارت او ټېكسټائل وزارت ، د صنعت او پېداوار وزارت اضافي چارج ، سید علی ظفر ته د قانون او انصاف او پارلماني چارو وزارت ، د اطلاعات او خپرونو وزارت ٬ د قامي تاریخ او ادبی ورثې قلمدان ، محمد یوسف شیخ ته د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې قلمدان، د روغتيا ٬خذمات ٬ د مذهبي چارو اضافي چارج او مسز روشن خورشید بروچه ته د بشري حقونو ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو ٬ د رياستونو او سرحدي چارو قلمدان وركړې شو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں