زمونږ قربانې به بې ځايه نه ځي٬ مونږ د جمعې په ورځ لاهور ته ځو۔ د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز په لندن كښې مېډيا سره خبرې

image

لندن 08 جولائي (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز وئيلي دي چې زمونږ قربانې به بې ځايه نه ځي٬ مونږ د جمعې په ورځ لاهور ته ځو۔ د نجي ټي وي چېنلو له مخې په لندن كښې مېډيا سره په خبرو كښې مريم نواز ووئيل چې ووټ ته د عزت وركولو تحريك په پرېكنده پړاؤ كښې داخل شوے۔ هغې ووئيل چې زه او محمد نواز شريف په پاكستان كښې د جمهوريت غوښتونكو نمائندګي كوو او مونږ به دا نمائندګي روانه ساتو۔ هغې ووئيل چې ميا صېب قدم پورته كړې او قوم ورپسې ولاړ دے۔ هغې ووئيل چې څومره قربانې ميا نواز شريف وركړې دي٬ بل چا نه دي وركړې۔ هغې ووئيل چې الله تعالٰي به مونږ ته كاميابي راكوي۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں