وزيراعظم به د ځان او وفاقي كابينې څخه د احتساب عمل پېل كوي

image
APP35-17 ISLAMABAD: August 20 - Federal Minister for Information and Broadcasting, Fawad Chaudhry addresses Press Conference at PID. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد ۔ 20 اګست (اے پی پی) وفاقی کابینې پرېكړه كړې چې وزيراعظم به د احتساب عمل د خپل ځان او د كابينې د غړو څخه پېل كوي۔ په سركاري خرڅ د كابينې د غړو بهر هېوادونو كښې د علاج اساني ختمې كړې شوې۔ وزیراعظم هاؤس كښې د اضافي ګاډو نيلام كولو هم منظوري وركړې شوه۔ د نواز شريف او مريم نواز نامه په اي سي اېل كښې د اچولو او حسن نواز ٬ حسېن نواز او اسحاق ډار هېواد ته راوستلو لپاره به ګامونه پورته كولې شي۔بهر هېوادونو كښې د پاكستان دولت بېرته راوړلو له احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر په مشرۍ كښې ټاسك فورس جوړ كړې شو۔ وفاقي كابينه هالېنډ كښې د سپكاوي خاكو بيا خپرولو غندنه كوي۔ د هالېنډ سفير به راغوښتلې شي او ورته به سخت احتجاج كوو۔ د او آئي سي په فورم به هم دا معامله پورته كولې شي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د وفاقي كابينې غونډې په اړه د ميډيا نمائندګانو ته بريفنګ كښې د اطلاعات وفاقي وزير فواد چوهدری ووئيل وفاقي كابينه هالېنډ كښې د ګستاخانه خاكو په بيا خپرولو احتجاج كوي٬ وزیراعظم عمران خان د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي ته امر كړې چې د هالېنډ سفير راوبللې او ورته سخت احتجاج وكړې شي ځكه چې مونږ د حضرت محمدۖ د ښپو خاورې هم نه يو ٬ د اسلامي نړۍ جذبات په دې معامله مجروح شوې ، وزیراعظم په دې حقله د او آئي سي د فعاله كولو هم امر كړې ٬ ده ووئېل هالېنډ كښې د ګستاخانه خاكو خپرېدل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د قانون هم خلاف ورزي ده ٬په اروپا كښې د مذهبي جذباتو د مجروح كېدو سزاګانې هم شته ۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې دا هم پرېكړه كړې چې وزیراعظم به د ځان او خپلې كابينې څخه د احتساب عمل پېل كوي٬ د كابينې ټولې غړي به خپلې جمع شوې اثاثې اولس ته وړاندې كوي٬ ده ووئېل مونږ ټول هر ډول قانون او احتساب ته وړاندې كېدو لپاره چمتو يو۔ فواد چوهدرې ووئيل د وزيراعظم لخوا د كفايت شعارۍ پاليسۍ له مخې د وفاقي كابينې بهر هېواد كښې د درملنۍ آسانۍ ختمې كړې شوې او په وزيراعظم هاٶس كښې د اضافي ګاډو د نيلامۍ منظوري هم وركړې شوې چې په دې لړ كښې به پرنسپل سېكتر د نېلامۍ د نيټې او طريقه كار اعلان ډېر زر وكړي٬ ده ووئېل نزدې 88 په وزيراعظم هاٶس كښې ګاډي ولاړ دي چې پكښې به د ضرورت له مخې ګاډي ساتلې شي او نور به نيلام كولې شي۔ فواد چوهدري ووئيل حكومت د قېتمي زمكو پحقله دوه جلا جلا كمېټئ جوړې كړې ٬ د هېريټج او تاريخي اهميت وړ زمكو پحقله د شفقت محمود په مشرۍ كښې كمېټې جوړه كړې شوې كومه به چې د وزيراعظم هاوس ٬ ګورنر هاٶسز او تاريخي سركاري جائېدادونو جاج اخلي او د دغې د استعمال او د تاريخي اهميت نه متاثر كېدو پحقله به يوه پاليسي جوړوې ٬ ده ووئېل د عمومي زمكو چې پكښې د كمشنرانو او دوهم كمشنرانو دفترې٬ د آئي جيز لوي لوي دفترې شاملې دي

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں