سندھ كښې د ګورنر راج هېڅ امكان نشته۔ په ميډيا رامخې ته شوې داسې خبرونه بې بنسټه دي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image
APP14-28 MULTAN: October 28 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Hussain Qureshi talking to media persons. APP photo by Safdar Abbas

ملتان۔28 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په سندھ كښې د ګورنر راج نافذ كولو هېڅ امكان نشته او په دې اړه په ميډيا رامخې ته شوې خبرونه بې بنسټه دي۔ دغلته يو ټاكلې حكومت كار كوي ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د احتساب ادارې خپلواكه دي او د آصف زرداري د نيولو پرېكړه اړوندو ادارو له كول دي۔ د آل پارټيز كنفرنس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آل پارټیز کانفرنس ټول عمري د جمهوري هڅو په مهال كېږي۔ د مخالفې ډلې اے پي سي كومه ايجنډا نه لري۔ كه دې سره جمهوريت ته زيان ورسېدو نو دا به يوه ښه خبره نه وي۔ ده ووئيل د پاكستان مسئلې په 60 ورځو كښې پېدا شوې نه دي۔ اولس ته معلومه ده چې د مسئلو ذمه وار څوك دي۔ ده ووئيل بېلې صوبې له كمېټۍ كار كوي۔ د آئيني بدلون د لارې به سوئيلي پنجاب يوه بېله صوبه جوړه كړو۔ دې لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته هم اړتيا ده۔ ده ووئيل سندھ كښې د ګورنر راج نافذ كېدو خبرې سمې نه دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں