حکومت به بې وزله او په خاص توګه په سړكونو او لارو شپې سبا كوونكو له د سر سېورې وركوي۔ وزیراعظم

image

اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دې حکومت به بې وزله او په خاص توګه په سړكونو او لارو شپې سبا كوونكو له د سر سېورې وركولو په منصوبه كار كوي په دې لړ كښې به په وړومبنۍ منصوبه كښې لاهور كښې په سركاري زمكه مسافرو لپاره 5 شېلټرز جورول دي٬ د شتمندو لخوا دا ډول منصوبې په كراچۍ كښې هم پېل كېدې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ د ورلډ مېمن آرګنائزېشن پلاوي سره كړې چا چې دوي سره د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات كولو۔ وزیراعظم د حکومت لخوا د اولس خېرښګړې په لړ كښې په پورته كړو ګامونو خبرو كولو كښې ووئيل حکومت به بې وزله او په خاص توګه په سړكونو او لارو شپې سبا كوونكو له د سر سېورې وركوي او په دې لړ كښې به ورومبې منصوبه كښې به په لاهور كښې مسافرو لپاره 5 شېلټر جوړل وي٬ چرته چې به دوي له د سر عارضي سېوري سره سره دوه وخته ډوډوۍ هم وركولې شي۔ وزيراعظم پلاوي ته ووئيل د شتمندو لخوا دا ډول منصوبې په كراچۍ كښې هم پېل كېدې شي۔ د پلاوي لخوا وزیراعظم عمران خان ته په منصب سنبهالولو مباركي وركړې شوه۔ پلاوي وزیراعظم سره په خبرو كښې ووئيل ستاسو قيادت پاكستان او اسلامي نړۍ لپاره د اميد يوه څيره ده ٬ په نړۍ كښې 30 لكه مېمن كميونټي او پاكستان كښې مېشته لس لكه مېمن ورورولي د وزيراعظم وژن ته عملي شكل وركولو له بشپړه كردار لوبول غواړي۔ پلاوي ووئيل صحت ، تعلیم او په سوشل سروسز كښې د خدماتو نه علاوه مېمن ورورولي په 5 لكه كورنو جوړولو كښې هم حكومت سره مرېتياله ده٬ مېمن ګلوبل يوته كميونټي به د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ودې په لړ كښې د انكيوبېشن سنټر جوړولو په لړ كښې حكومت ته پلان وړاندې كوي۔ د وزیراعظم لخوا د مېمن ورورلۍ د

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں