د پاکستان او ایران ترمېنځه د كلتور په اړه مرسته لا زياتولو ته اړتيا ده

image
APP74-13 ISLAMABAD: November 13 - Mehdi Honardoost, Ambassador of Iran called on Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain. APP

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان او ايران ترمېنځه د كلتور په اړه مرسته د لا زياتولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي دي د كلتور تبادلو سره نه يوازې د يو بل په دود دستور پوهېدو له مرسته ترلاسه كېدې شي بلكې دا د دواړو هېوادونو اولس لا نزدې راوستلو لپاره يوه ذريعه هم ګرځېدې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنر دوست سره په ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزر چوهدري فواد حسېن ووئېل د ايران فلم انډسټري په نړۍ يو مقام لري٬ د ايران د فلم او ډرامو هنرمندانو له پاكستان ته د راتللو بلنه وركوٶ٬ ده ووئېل د هنرمندانو تګ راتګ سره به د فلم او انټرټېمنټ په دنيا كښې د شريكو تجربو څخه استفاده وكړې شي۔ د اطلاعات وزير د ايران سفير ته په رحمت العالمین کنفرنس كښې د ايران علماء ته د ګډون بلنه وركړه ٬ د 12 ربیع الاول په لړ كښې رحمت العالمین کنفرنس د نومبر په 20 او 21مه نيټه اسلام آباد كښې كېږي۔ د ایران سفیر مهدی هنر دوست د پاکستان او ایران ترمېنځه د فلم او پروډكشن په څانګو كښې د مشتركه پروډكشنز او د ميډيا په څانګو كښې هم په مرسته زور رواړو او وړاندېز ئې وكړٶ چې د آئي آر آئي بي او ارنا د مشرانو د تجربو تبادلې لپاره د پاكستان خپل همڅنګ سره بايد ملاقات وكړې شي۔ د اطلاعاتو وزير اړوندو چارواكو ته د ايران د دوه سركاري ميډيا آرګنائزيشنز مشرانو ته د پاكستان د راتللو

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں