وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د تشدد د روانو كارروائيو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو هره ورځ ظلم او تشدد كولې شي او كشميريان ماورائے عدالت قتلولې شي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په ظلم او بربريت كښې د هند پوځ دومره ړوند شوے چې يو خوا د دولس او ديارلس كلونو كشميري ماشومان په نښه كوي او بل خوا د مقبوضه كشمير مشران او مېرمنې هم د هندي ظلم او تشدد نه بچ نه دي۔ ده ووئيل چې كشميري مشران سيد علي ګېلاني او د آسيه اندرابي پشان مېرمنې د هندي حكومت د بې بنسټه تورونو له امله نظربند او ګرفتار ساتل شوي دي چې دغسې د كشميريانو د خپلواكې حق لپاره جائزې هڅې تر پښو لاندې كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس به په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميري وړوڼو ترجماني كوي او د دوي اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ به روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں