د پاكستان او چين دوستي لازواله ده٬ د سي پېك په ضد د ناوړه عزائم لرونكو ارادې په خاورو كښې د خاورو كولو صلاحيت لرو

image

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د پاكستان او چين دوستي لازواله ده٬ د سي پېك په ضد د ناوړه عزائم لرونكو ارادې په خاورو كښې د خاورو كولو صلاحيت لرو٬ دا پروژه به ترسره كولې شي٬ پروژه به د پاكستان په معاشي خوشحالې او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ كراچې كښې د چينائي قونصلګرۍ په معامله ايوان په اعتماد كښې اخستلو سره شاه محمود قريشي ووئيل نن سهار درې ترهګرو د چين قونصلګرۍ ته د ننوتلو هڅه وكړه۔ زه د سندھ پوليس هغو دوو ځوانانو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كول غواړم كومو چې خپل ځان قربان كړو او د ترهګرو په لاره كښې ديوال شول۔ ده ووئېل پوليس اهلكارو د جرات په نتيجه كښې يو ځانمرګي بريد كوونكي خپل ځانمرګي واسكټ كارولې ۔ ده ووئيل دوه ترهګرو د قونصل سېكشن ته د داخلې هڅه وكړه خو بايد دا اطمينان ولرلې شي چې رېنجرز په وخت ځائ ته ورسېدل او ټوله سيمه ئۍ محاصره كړه او دواړه ترهګر ئې انجام ته ورسول۔ ده ووئيل رېنجزر او پوليس دواړو ته مباركي وركوم۔ شاه محمود ق قرېشي ووئيل په قونصلګرۍ كښې 21 چينائي اهلكار موجود وو كوم چې ټول محفوظ دي او دا مونږ لپاره د اطمينان خبره ده ٬ ده ووئېل ټوله عمله محفظ ځائ ته رسولې شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل د چين خارجه وزير سره به مې نن په دې پېښه خبرې كېږي۔ ده ووئيل ځينې قوتونه د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په ضد د وړومبې ورځې نه كار كوي۔ ده ووئيل ټول قام او چين په دې خبره متفق دے چې سي پېك د دواړو هېوادونو ضرورت دے او د دې ګټه به ټولې منطقې ته ورسي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں