د جنوبی پنجاب اولس دې هغه كسان وپيژني څوك چې د صوبې مسئله كښې خنډان راولاړوي

image
APP41-23 MULTAN: December 23 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi talking to media persons at Ampala Home Vehari Road. APP photo by Safdar Abbas

ملتان 23 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې د جنوبی پنجاب اولس دې هغه كسان وپيژني څوك چې د صوبې مسئله كښې خنډان راولاړوي ٬ د هاتھی د خوراك غاښونه ځانله او د ښودلو غاښونه نور دي٬ هغه وائي قرارداد راوړي مونږ مو ملګرتيا كوو، او بيا خنډان هم راولاړوي ٬ نن به د سيمه هېوادونو په دوره ځم ، په 28 او 27 دسمبر به خارجه دفتر كښې د سفیرانو کنفرنس كېږي۔ د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په تير وخت كښې هم مخالفينو د صوبې جوړولو كښې خنډان راولاړ كړې ؤ٬ د جنوبی پنجاب صوبې جوړولو له آئین كښې بدلون ته اړتيا ده۔ په آئین كښې بدلون له مونږ اکثریت نه لرو۔ ده ووئيل د جنوبی پنجاب سیکټريټ جوړيدو سره به ډیرہ غازیخان، راجن پوراو رحیم یارخان وګړو ته د لاهور په مقابله كښې ملتان زیات نزدې وي او د هغوي لپاره به آسانۍ پيدا شي۔ تحریك انصاف د خپل منشور له مخې ښه پیش رفت کول غواړي خو وګړي د سیاسی مصلحتونو سره په دې مسئله كښې خنډان راولاړوي۔ ده ووئيل مونږ د جنوبی پنجاب سیکټريټ ځكه جوړو چې مونږ خپل ایګزیکټو اختیارات كارولو سره د صوبې چارې مخ په وړاندې بوځو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سبا د سيمه ايزو هېوادونو په دوره ځم۔ده ووئيل چین، افغانستان، ایران او د روس دورې په مهال به په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې كېږي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې د پرمختګ په دې مزل كښې سيمه مخ پھ وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل مونږ د سيمه ايزو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكې غواړو ٬ چې په سيمه كښې امن وي نو زياته سرمایه کاری به كېږي۔ د سيمه ايزو هېوادونو سره ښه اړيكې زمونږ د خارجه پالیسۍ برخه ده۔ ده ووئيل كله چې هېواد كښې سرمایه کاری راځي نو هېواد كښې د روزګار موخې زياتېږي او د روپۍ قدر مستحکمېږي او غريبي هم كمېږي۔ ده ووئيل په 27،28 دسمبربه خارجه دفتر كښې د سفیرانو کنفرنس كېږي او په دې کنفرنس كښې به وزیراعظم ګډون كوي، په کنفرنس كښې به د وزیراعظم د تجارت وزیر او سلاحكار هم ګډون كوي۔ مونږ به پھ ګډه سوچ كوو چې په څه ډول هېواد ته سرمایه کاری راتلې شي او دوه اړخيزه اړآكې څنګه زيايدې شي ۔ د نوازشریف کېس د پريكړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هغه په ضد کیسونه د پی ټی آئی حکومت نه دې جوړ كړې۔عدالتونه آزاد دي او په آزادۍ سره خپلې پريكړې كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں