د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټۍ په تركيه كښې په درې ورځني نړيوال نندارتون اېكسپو مېډ يوريشيا كښې ګډون كولو لپاره د جنورې تر 19مه نېټه خواستونه طلب كړل

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټۍ په تركيه كښې په درې ورځني نړيوال نندارتون اېكسپو مېډ يوريشيا كښې ګډون كولو لپاره د جنورې تر 19مه نېټه خواستونه طلب كړل۔ د اتهارټۍ لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې په دې نړيوال تجارتي نندارتون كښې به د جراحې الات او طبي الات نندارتون لپاره وړاندې كولې شي۔ دا نندارتون به سږ كال د مارچ د 28مې نېټې نه تر 30مه نېټه په استنبول كښې كېږي۔ په دې لړ كښې نور تفصيلات د اتهارټۍ د وېب پاڼې څخه ترلاسه كېدے شي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں