خارجه وزير شاہ محمود قریشی سره د افغانستان اولس مشر خاص استازي عمر داودزئی وليدل

image

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلې دي افغانستان كښې امن نه يواځې د افغان اولس بلكه د ټولې سيمې لپاره د امن او استحکام ضمانت دے، پاکستان به پھ افغانستان كښې امن لپاره تل كردار ترسره كوي۔ده دا خبره د افغانستان اولس مشر اشرف غنی خاص استازي عمر داودزئی سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ليدلې وؤ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ملاقات كښې د افغان مفاهمتی عمل پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ عمر داؤدزئی په دې مهال ووئيل د افغانستان پخوانۍ مسئلې د خبرو اترو د لارې د حل كولو وخت راغلې ۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د زړه نه د افغانستان مسئلې سیاسی او امناكه حل له كردار ترسره كړې او هم د دغې هڅو په نتيجه كښې نن نړۍ زمونږ د مؤقف تائید کوي۔ ده د افغانستان اولس مشر استازې په افغانستان كښې امن لپاره د پاکستان د هڅو او په دې لړ كښې د شوو دورو د تفصیلاتو څخه خبرولو كښې ووئيل افغانستان كښې امن نه يواځې د افغان اولس لپاره بلكه د ټولې سيمې لپاره د امن او استحکام ضمانت دے۔ پاکستان به پھ افغانستان كښې امن لپاره تل كردار ترسره كوي۔ خاص استازي داؤدزئي سيمه كښې استحکام او افغان مفاهمتی عمل لپاره د پاکستان بشپړه هڅې وستالې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں