د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د سپېشل كميونيكېشنز آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال علي فرحان سره خبرې

image

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي حكومت په ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير كښې زمكې مواصلات بهتر كولو لپاره د تهري جي او فور جي د تند رفتار انټرنېټ سروس وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سپېشل كميونيكېشنز آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال علي فرحان سره د ملاقات په مهال وكړې۔په ملاقات كښې د سي پیك پراجېكټ ډائرېكټر حسان داؤد او د وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د ګګت بلتستان او آزاد كشمير لرې سيمو ته براډ بينډ سروس رسولو لپاره به اقدامات كولې شي۔د دې سيمې خلق د پاكستان مركزي ښارونو سره مربوط كولو لپاره ضروري ده چې دلته د آئي ټي او مواصلات غوره آسانې وركړی شي۔وفاقي وزير ووئيل دې آسانيو سره به په دې سيمو كښې صنعت او سېلګري وده وكړي۔په غونډه كښې د اېس سي او ډي جي وفاقي وزير د ادارې د كاركردګۍ او د سي پیك له مخې د خنجراب څخه تر پېنډۍ د 820 كلوميټره اوږد فائبر آپټك كېبل پروژې په اړه هم خبر كړو۔ده د پروژې د دوهم پړاؤ په ل اړه هم وفاقي وزير له بريفنګ وركړو۔

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں