په زرعي څانګه كښې د صلاحيت څخه استفادې لپاره به وفاقي حكومت د صوبائي حكومتونو مرسته كوي

image
APP47-01 ISLAMABAD: February 01 – Prime Minister Imran Khan in a meeting with PTI MNA’s from Kohat and D.I.Khan Division. APP

اسلام آباد01 فرروي(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د كركيلې د څانګې وده وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي په زرعي څانګه كښې د صلاحيت څخه استفادې لپاره به وفاقي حكومت د صوبائي حكومتونو هر ډول ممكنه مرسته كوي٬د چين پشمول د دوست هېوادونو څخه د ټېكنالوجۍ او نورې مرستې څخه په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره د صوبو څخه وړاندېزونه غوښتلې شوي دي ۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د كركيلې او د فوډ پراسسنګ په اړه د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د فوډ سېكورټۍ وفاقي وزير پشمول د كركيلې د محكمې صوبائي وزيرانو٬وفاقي او صوبائي سېكترانو او د كركيلې د څانګو مشرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل صوبې دې په يوه اونۍ كښې دننه خپل وړاندېزونه راولېږي۔وزيراعظم وووئيل صوبائي حكومتونه دې د كركيلې ودې او په خاص توګه د كركيلې په څانګه كښې د برآمدات زياتېدو په لاره كښې خنډان او ستونزې په ګوته كړي

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں