اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاک??تا?? او سعودی عرب قیادت د خپلو خپلو هېوادونو پرمختګ او سوكالۍ يو ډول خیالات او ویژن لري، دواړه هېوادونه خپلو كښې جغرافیائی لحاظ سره فاصله لري خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې ??وې دي۔ ده د ??ل په ورځ ایوان صدر كښې د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين ميلمستيا دستورې ته خطاب کولو۔ وزیر اعظم عمران خان، وفاقی وزيران ، اعلٰی پوځي او سیاسی قیادت، سفارتکار او نور اعلٰی چارواكي هم پھ دې مهال موجود ؤ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه ټولو عمري د باور وړ ملګري پاتې شوي دي كوم چې خپلو كښې د ورورولۍ او مذهب قوي خپلولې لري۔ اولس مشر هيله ولرله چې پھ هر سخت وخت كښې به دواړه هېوادونو د يو بل ملګرتيا كوي، ده ووئيل دواړه هېوادونه په جغرافیائی لحاظ سره لري دي خو زمونږ زړونه يو بل سره تړلې ??وې دي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه سپریم کوآرډینېشن کونسل جوړيدو سره به دې اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ اولس مشر د سېلګرۍ په اړه د سعودی قیادت ویژن 2030 او هېواد كښې جدت لپاره معارفي كړې شوې اقدامات وستائل او هيله ئې ولرله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه سباؤن كښې نزدې مرسته او سرمایه کارۍ لپاره نوي پړاؤنه به ډير زر ښكاره شي۔ ده ووئيل پاک??تا?? يو پرمختګ كونكې هېواد دې او د پاک??تا?? قیادت د سعودی قیادت په شان د بدعنوانۍ ختمولو او پرمختګ كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ پاک??تا?? په مړانه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړې او اوس د سوكالۍ په نوې دور كښې داخلېږي۔ اولس مشر سعودی ولی عهد ته د پاک??تا?? شمالی سيمو دورې كولو بلنه وركړه۔ په دې مهال د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان په خپل خطاب كښی په تود هركلې ??و كوربتوب كولو د پاک??تا??ی قیادت مننه وكړه۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري او دا اړيكې د نورو لپاره د تقلید وړ دې۔ ده ووئيل دا اړيكې د دواړو هېوادونو اولس لپاره هم ګټه ور ګرځيدې شي، د پاک??تا?? او سعودی عرب مشرانو د دې اړيكو بنیاد اېښودلې ??ې او د پاک??تا?? جوړيدو په وخت دا اړيكې جوړې شوي۔ د سعودی ولی عهد د خپل هېواد د پرمختګ په عمل كښې د پاک??تا??یانو خذمات رامخې ته كړل۔ ده ووئيل 20 لکھ څخه زيات پاک??تا??یان د سعودی عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاک??تا??یانو لپاره د لويو لويو پروژو د لارې سعودی عرب د پرمختګ په دې عمل كښې برخه اخستي۔ له بلې پلو د پوځ يو بېنډ د بل لوګ سرودونه وغږول كوم چې د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د هغه پلاوي وستائل۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی او وزیراعظم عمران خان هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوی د ایوان صدر په مرکزی دروازه ګران ميلمه ته پھ مخه ښھ ووې