اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه م??مو?? قرېشي د پولينډ خارجه وزير ياسك چاپوويچ سره ټېليفوني تماس نيولې دے ۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري بيان له مخې د ټېليفوني تماس په مهال خارجه وزير شاه م??مو?? قرې??ي خپل هم څنګ ته د پلوامه پېښې نه پس په سوئېلي آسيا كښې د پیدا شوي امن او امان صورتحال څخه خبرولو كښې ووئېل د هند لخوا د دړكو كولو باوجود د هند څخه شواهد غوښتې شوي او د پلوامه پیښې پلټنو له د بشپړه مرستې باور وركړې شوې ۔پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام خوښي لري۔مخدوم شاه م??مو?? قرېشي پولش خارجه وزير ته خواست وكړو چې پولينډ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي په توګه په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره خپل كردار تر سره كړي۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د شريكې خ??ښې په بېلو څانګو كښې د مرستې د ودې د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو ته سلا شول ۔د خبرو اترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او پولينډ ترمينځه د مشاورت دوامداره ساتلو پرېكړه هم وكړه