د خارجه وزير د تركيې نړيوال نيوز چينل”ټي آر ټي ورلډ”سره خبرې ا

image

اسلام آباد 22 مارچ(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اسلامو فوبيا زيات شوې رجحان سنګينه معامله ده۔ده تېره ورځ د اسلامي هېوادونو تنظيم اسلامو فوبيا په اړه د غونډې نه پس د تركيې نړيوال نيوز چينل آر ټي ورلډ سره خبرې اترې كولې۔ده ووئيل د دې څخه وړاندې د مسلمانانو د جذباتو سره لوبو لپاره د سپكاوي ورلډ خاكې استعمال شوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ تعريف په يو خاص انداز كښې شوې خو حاجت د دې خبرې دې چې دغې ته به په موثره انداز وكتلې شي۔ده ووئيل كله چې يو غېر مسلمه ترهه ګر په پېښو كښې ككړ وي نو دا وئېلې كېږي چې دا د هغه انفرادي فعل دے خو كله چې يو مسلمان په داسې پیښه ګښې ككړ شي نو هغه د اسلام سره تړلې كېږي۔ده ووئيل په اوسني صورتحال كښې مېډيا موثره كردار ترسره كولې شي۔دې سره سره سوشل مېډيا هم ښه كردار ترسره كولې شي۔خارجه وزير ووئيل د اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي سي لويې اهميت لري۔ده د نيوزي لينډ وزيراعظمې كردار ستائېلو سره ووئيل هغې په كرائسټ چرچ كښې په جوماتونو د بريدونو معامله جذباتي او په ښه ډول ترسره كړې۔د نيوزي لينډ اولس هم د مسلمانانو دفاع كړی او د كرائسټ چرچ ځپليو لپاره يې فنډ ريزنګ كړی او د جوماتونو تحفظ يې كړې

مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں