د سېنېټ د هاؤسنګ اېنډ وركس قائمه كمېټۍ غونډه نن كېږي۔ د نيا پاكستان هاؤسنګ سيكم په اړه به بريفنګ وركولې شي

image

اسلام آباد ۔ 6 مئی (اے پی پی) د سېنېټ د هاؤسنګ اېنډ وركس قائمه كمېټۍ غونډه نن د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ غونډه كښې به د نيا پاكستان هاؤسنګ سيكم په اړه به بريفنګ وركولې شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان ترمخه د كمېټۍ غونډه به د سناتور مير كبير احمد محمد شاهي په مشرۍ كښې كېږي۔ كمېټي به خپله غونډه كښې د هاؤسنګ اېنډ وركس وفاقي وزير چوهدری طارق بشیر چیمه لخوا په وړاندې كړې شوي فېډرل ګورنمنټ اېمپلائز هاوسنګ اتھارټی بل 2019 غور كوي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں