اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات او چيف آف ائير سټاف ائير چيف مارشل مجاهد انور خان ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات او چيف آف ائير سټاف ائير چيف مارشل مجاهد انور خان ملاقات وكړو۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات او چيف آف ائير سټاف ائير چيف مارشل مجاهد انور خان اولس مشر ته د اختر مباركي وركړه۔ اولس مشر د ترهګرې په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو قربانې وستائيلې۔ اولس مشر د هېواد د پولو محافظانو ته هم د اختر مباركي وركړه۔ د وړوكي اختر په موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو٬ د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او د سول سوسائټې استازو هم ملاقات وكړو۔ دوي يو بل سره د اختر مباركي وكړه۔ اولس مشر سره د هند هائي كمشنر اجے بساريه هم ملاقات وكړو او اولس مشر ته ئې د اختر مباركي وركړه۔ اولس مشر نرېندر مودي ته بېرته د وزيراعظم په ټاكنه د مباركې پېغام وركړو۔ اولس مشر د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د ده ټاكنه به په منطقه كښې امن٬ استحكام٬ معاشي پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې لپاره مثبته ثابته شي۔

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں