د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې خپل ځان ته د بهټو ځائ ناستې ويونكي د ماشومانو په شان اوښكې تويولې٬ د خپلو اوښكو حساب غوښتونكي به د سندھ د غريبانو او ماشومانو د اوښكو او زارې حساب كله وركوي٬ د سندھ او د لاړكانه په اېډز د اخته بې ګناه ماشومانو اسويلي تاسو نه اورئ٬ د عمران خان قصور يوازې دومره دے چې هغه په هېواد كښې يو ډول قانون باوري كوي٬ د پلار كرپشن بچ كولو لپاره ستا دړكې او قهر دا ثابتوي چې د عمران خان بيانيه بريالې كېږي۔ د خالي په ورځ په خپل ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې سندھ صوبه په موهن جو داړو او پاتې اثارو بدلونكي د پاكستان اولس رد كړي دي۔ هغې ووئيل چې د سترې محكمې د معزز جج ريماركس د سندھ حكومت په كاركردګې يو سواليه نشان دے۔ هغې ووئيل چې بلاول صاحب په عمران خان غصه اوباسي٬ خو ستاسو په پلار مقدمې هغو خلقو جوړې كړې دي چې د چا په كور كښې تاسو ضيافتونه كول٬ د عمران خان قصور يوازې دومره دے چې هغه په هېواد كښې يو ډول قانون باوري كوي٬ د پلار كرپشن بچ كولو لپاره ستا دړكې او قهر دا ثابتوي چې د عمران خان بيانيه بريالې كېږي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په سندھ كښې د خپل حكومت كاركردګۍ ته پام وكړئ او كرپشن سره رشته ختمه كړئ ګني تر سندھ د محدود شوي ګوند به په يو څو ضلعو كښې هم څوك پوښتنه ونه كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں