ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم عمومي اسمبلۍ كښې د ’’ثقافت او امن” په سرخط مباجثه كښې د خيالاتو څرګندونه

image

نیویارک ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) پاکستان خبردارې وركړې دې چې مقبوضه جمو وكشمير كښې د هند يو اړخيزه ګام ٬ سخته پوځي كرفيو٬ په لويه كچه د كشميريانو ګرفتارول او هند كښې د مسلمانانو په ضد كارروائۍ به په سوئيلي آسيا ناوړه اغېز وكړي۔ ملګري ملتونه دې د فريق په حېث د كشمير شخړې په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم عمومي اسمبلۍ ته ووئيل چې نړيواله ورورولي دې د دې صورتحال نوټس واخلي او د هندي ګامونو مخنيوي له دې لاس وهنه وكړي۔ عمومي اسمبلۍ كښې د ’’ثقافت او امن‘‘ په سرخط مباجثه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل ملګري ملتونه دې د فريق په حېث د كشمير شخړې په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كړي۔ په خپل خطاب كښې ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې امريكا كښې د 11 ستمبر 2001ء ترهګرو بريدونو څخه وروستو د ترهګرۍ په ضد جنګ د اسلام په ضد جنګ كښې بدل كړې شوې دې۔ ده ووئيل ترهګري اسلام سره تړلې شوې ده او ددې په بنياد مسلمانانو شخصياتو او كميونټيز سره امتيازي سلوك كولې شي او دا په اسلامي نړۍ كښې غېر ملكي تسلط او د فلسطيني او كشميري اولس د خپلواكۍ حق څخه انكار لپاره جواز جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل اسلامو فوبیا هم تر خطرناك حد زياته شوې ده او دې هند كښې يو سنګين صورتحال رامخې ته كړې دې۔ پاكستاني سفير ووئيل د هند حكمران ګوند جنتا پارټی د راشټریه سوامی سېوک سنګ (آر اېس اېس) پېداوار ده۔ دا فاشسټ تنظیم 100 كاله وړاندې جوړ شوې وو او ددې مؤسس ګوالکر د مسلمانانو او نورو هندي اقليتونو ختمولو اعلان كړې وو۔ ده ووئيل د آر اېس اېس يو غړي مهاتما ګاندھی وژلې وو۔ په 1992ء كښې هندو انتها خوښو ایودھیا كښې تاريخي جومات بابری مسجد شهيد كړې وو او تېره مياشت هندي سپريم كورټ د بابر مسجد په ځائې د هندو رام مندر جوړولو په حق كښې پرېكړه كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں