وزيراعظم عمران خان سره د پېښور په ګورنر هاٶس كښې د صوبائي كابينې غړو ملاقات وكړو

image

پېښور 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره پېښور په ګورنر هاٶس كښې د صوبائي كابينې غړو ملاقات وكړو. په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر شافرمان، د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان او د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني پشمول صوبائي وزيران، خاص مرستيالان او د وزيراعلٰی سلاكاران هم موجود وو. په غونډه كښې وزيراعظم ته د صوبائي كابينې د كاركردګۍ او كاميابې په اړه بريفنګ وركړے شو . د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان سره د خېبر پښتونخوا ګورنر او وزيراعلٰی هم په ګورنر هاٶس كښې ملاقات وكړو. په ملاقات كښې د صوبې په مجمو عي صورتحال او په قبائيلي سيمو كښې د پرمختيائي چارو پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې.

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں