د ملت او سرسيد ايکسپريس رېل ګاډو په ټكر كښې 63 كسان مړه او 107 ټپيان شوي۔ د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي خبري كنفرنس

image
APP51-090621 LAHORE: June 09 – Federal Minister for Railways Muhammad Azam Khan Swati addressing a press conference at Railway Headquarters. APP photo by Rana Imran

لاهور 09 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي وئيلي دي د ملت او سرسيد ايکسپريس د رېل ګاډو په ټكر كښې 63 كسان مړه او 107 ټپيان شوي٬ چې پكښې شل په روغتون كښې داخل دي ٬ د دريو حالت اندېښمن دے ٬ د حق رسېدليو كورنيو ته 15 ٬ 15 لكه روپۍ او ژوبل شوو ته د 50 نه تر 3 لكه روپو به معاوضه وركوٶ، د دواړو رېل ګاډو بلېك باكس ترلاسه شوي٬ پلټوو كښې درې څلور اوونۍ به لګي٬ د رېل پټلۍ په سمدستي توګه سمولو لپاره 60 اربه روپۍ پكار دي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شور په ورځ د رېلوے په مركزي دفتر كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړې۔ ده ووئيل د رېليف په عملياتو كښې خپله شامل ووم او د وركوټي نه وركوټے څيز مې پخپله كتلے ٬ دوه ځله روغتونونو ته ورغلے يم او د ژوبل شوو او حق رسيدليو كورنيو سره مې ليده كاته كړي۔ ده ووئيل د ملت او سرسيد ايکسپريس د رېل ګاډو په تصادم كښې 63 كسان مړه او 107 ټپيان شوي٬ چې پكښې شل په روغتون كښې داخل دي او د دريو حالت اندېښمن دے ٬ او دوه درې مسافر معذوره شوي كوم چې به په احساس پروګرام كښې شاملوٶ۔ ده ووئيل د حق رسېدليو كورنيو ته 15 ٬ 15 لكه روپۍ او ژوبل شوو ته د 50 نه تر 3 لكه روپو به معاوضه وركوٶ، د دواړو رېل ګاډو بلېك باكس هم ترلاسه شوي۔ده ووئېل په پلټنو كښې به درې څلور اوونۍ لګي٬ د رېل پټلۍ په سمدستي توګه سمولو لپاره 60 اربه روپۍ پكار دي۔ د پېښې ځائ ته د رېلوے د افسرانو په تاخير سره د رسېدو په پوښتنه وفاقي وزير ووئيل پلټنې روانې دي ٬ حتمي راپور سره به ذمه وار رامخې ته شي٬ بې غوري كوٶنكي افسران به بچ نشي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں