اسلام آباد 11جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راروان مالي كال 2021-22 سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام ترمخه د اطلاعات او نشريات ډويژن 8 روانو او 7 نوو سكيمونو لپاره په مجموعي توګه 1899 ميليونه روپۍ بيلي كړي۔ د جمعي په ورځ د جاري شوي سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام شميرې له مخي 8 روانو سكيمونو لپاره په مجموعي توګه 442 ميليونه روپۍ بيلي كړې شوي ٬ دغسې د دې مجموعي لګښت اندازه 1510 ميليونه روپو څخه زياته ده ۔ دغسې 7 نوو سكيمونو لپاره 1457 ميليونه روپۍ بيلي كړې شوي او د دې مجموعي لګښت اندازه 4853 ميليونه روپۍ ده۔د اطلاعات او خپرونو ډويژن روانو پروژو كښې ګوادر كښې 100 كلوواټ ميډيم ويو ريډيو سټېشن جوړولو لپاره 135 ميليونه روپۍ، پي ټي وي كيمره او پروډكشن آلات جدت لپاره 121 ميليونه روپۍ، ري براډ كاسټ سټېشن باركھان (نظرثاني شوي) لپاره 19 ميليونه روپۍ ، ري براډ كاسټ خاران (نظرثاني شوي) لپاره 25 ميليونه روپۍ ، ري براډ كاسټ سټيشن كوټلي لپاره 20 ميليونه روپۍ ، ري براډ كاسټ سټيشن زيارت لپاره 7 ميليونه روپۍ ، مظفر آباد كښې ميډيم ويو سروسز بحالۍ لپاره 62 ميليونه او ميرپور كښې ميډيم ويو ټرانسميټر بدلولو لپاره 50 ميليونه روپۍ بيلي كړې شوي۔ دغسې نوو سكيمونو كښې د ريډيو پاكستان ملتان آډيټوريم جوړولو لپاره 37 ميليونه روپۍ، انفارمېشن سروس اكيډمي اسلام آباد كښې ډيجيټل او سوشل ميډيا ليب لپاره 28 ميليونه روپۍ ، پاكستان انفارمېشن سينټر جوړولو فيز I لپاره 69 ميليونه روپۍ ، پاكستان ميډيا پوهنتون جوړولو فزيبلټي لپاره 17 ميليونه روپۍ، ريډيو پاكستان ملتان كښې پسنجر لفټ وركولو لپاره 13 ميليونه روپۍ ، ډي ټي اېم بي۔ اے ډيجيټلائزيشن آف ټيرسټريل نيټ ورك لپاره 540 ميليونه روپۍ او نيوز آپريشنز پخواني آلات په جديد ټيكنالوجۍ بدلولو له ري سټركچرنګ لپاره 786 ميليونه روپۍ بيلي كړې شوي