شهباز شريف د اېف آئي اے تفتيشي ډلې ته د كومې پوښتنې ځواب وركولو ته تيار نه دے. چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په شهباز شريف تور دے چې ده 25 اربه روپې د جعلسازې د لارې د پاكستان نه بهر لېږلې دي، دا هغه رقم دے د كوم چې درك لېګېدلې، اصل رقم د دې ډېر زيات كېدے شي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل چې شهباز شريف د اېف آئي اے تفتيشي ډلې ته د كومې پوښتنې ځواب وركولو ته تيار نه دے. وائي چې بچو ته به مې معلومه وي، بچي ئې مفرور كړي دي، د زندان څخه د هغه بهر كېدل ټوقې نه دي نو څه دي.

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں