اولس د كرونا وائرس له مخۍ د اختر په رخصتيو كښې د سېل ځايونه ته نه ځي۔ اسد عمر

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر اولس څخه اپيل كړې دې چې اولس د كرونا وائرس له مخۍ د اختر په رخصتيو كښې د سېل ځايونه ته نه ځي۔ په نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي ) كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كرونا نه بچ كېدو لپاره ويكسينېشن ضروري دے، په تېرو څلور ورځو كښې په يوه ورځ كښې د ويكسينېشن شمېرل 5 لكه زياته شوې ده٬ حكومت په وافر كچه د واكسين بندوبست كړې دې او اولس څخه اپيل كوٶ چې واكسين ضرور ولګوۍ۔ ده ووئيل 12.5 كروره كسان په پاكستان كښې د 18 كالو عمر نه زيات دي چې كښې د فرورۍ د درېمې نېټې څخه د جولائي تر وړومبۍ نيټې 88 لكه كسانو د واكيسن يو ډوز لګولې او د دې نه علاوه 43 لكه كسانو واكسين مكمل كړې دي ۔ ده ووئيل د واكيسن يو ډوز لګولو سره هم د حفاظت عمل پېل كېږي او د واكسين يو ډوز لګوٶنكو په ضد نه لګوٶنكو څلور چنده زيات خطر دے۔ ده ووئيل ده ووئيل دا د كوم نړيوالې كچې نه بلكې د هم پاكستان شمېرې دي۔ وفاقي وزير ووئيل چا ته كه د واكيسن لګولو نه پس كرونا وشي نو په ھعوې كښې سنګين علامات نه وي او خطر كمېږي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں