حكومت د ټولنې وروستو پاتې طبقو ته د زده كړې آسانۍ رسولو عزم لري٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هېواد د پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له تر اعلی زده كړو رسېدل د روان وخت مهم ضرورت دے ٬ حكومت د ټولنې وروستو پاتې طبقو ته د زده كړې آسانۍ رسولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په په ورځ د لوړو زده كړو ايجوكېشن او افرادي قوت پرمختګ په اړه نړيوالې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې پاكستان كښې د امريكا سفير ډونلډ بلوم، د يوټاه رياست سېنېټر ډاکټر کیتھ ګروور، د هائر ايجوكېشن چيئرمېن ډاکټر مختار احمد او نورو ګډون كولو۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستان ځوانان د يوازې د خپلو زده كړو بلكې د معاش او خپلې روغتيا په اړه هم فكرمند دي۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت د وړاندې نه د روغتيا او په خاص توګه نفسياتي معاونت لپاره ګامونه پورته كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاکستان كښې د بې روزګارۍ شرحې تخمينه د 8.5 او 10 فیصد ترمينځه ده۔ د 80 فیصده ځوانانونو افرادي قوت سره د تعليم كمې دې۔ ده ووئيل د يو قوم په حېث مونږ مهمو چېلنجونو سره مخ يؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د قومي پرمختګ ايجنډې او ترجيحاتو ملاتړ لپاره خپلو ځوانانو ته هنر ښودل او د زده كړو آسانۍ وركول وي او كه بل اړخ ته مونږ د خپلو ځوانانو صلاحيتونه په سم لوري كارولو كښې ناكامه شؤ نو يوه لويه موقعه به ضائع شي

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں