قطبي وزيرستان ٬ د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمينځه د ډزو تبادله ٬ ترهګر كمانډر مړ ووژلے شو

image

پېنډۍ ۔3دسمبر(اے پی پی) د قطبي وزيرستان په شېوا سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او د ترهګرو ترمينځه تېره ورځ په 2 دسمبر د ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښې يۍ ترهګر كمانډر محمد نور عرف سراكئي ووژلے شو۔ د وژلې شوي ترهګر قبضې څخه درنه وسله ترلاسه شوه۔ د پاك پوځ د عامو اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) لخوا د جاري شوي بيان له مخې په 2 ستمبر زمونږ د پوځ او ترهګرو ترمينځه په شېوا سيمه كښې د ډزو تبادله وشوه۔ د ډزو په نتيجه كښی ترهګر كمانډر محمد نور عرف سراكئي ووژلے شو كوم چې د امنيتي ځواكونو به ضد داعلی كچې په ترهګرو سرګرمو كښې ككړ وو٬ دغسې دې په يو شمېر مقدمو كښې س ټي ډي ته مطلوب وو۔ د سيمې وګړو سيمې څخه د ترهګرۍ لرې كولو له د آپرېشنز ستائنه او د خپل اړخ څخه د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں