لاهور 01 جون (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئيلي دي چې د مئي په 9مه نيټه شرخوښۍ لپاره د بهرني سازش ثبوت موجود دي٬ رياستي ادارې د پي ټي آئي د بهرنيو رابطو بشپړه علم لري، هېواد د پرمختګ په لاره روانوٶنكي محمد نوازشريف د سازش له مخې تاحيات نااهل كړې شوې٬ د 9 او لسم مئي په پېښو كښې ككړ شرخوښو په ضد قانوني كاروائۍ لپاره ثبوت موجود دې٬ بيا لپاره د دا ډول پېښو لاره نيولو لپاره به د دغه پېښو ماسټر مائنډ خپل انجام ته رسول وي٬ كه دوي ته سزا ورنه كړې شوه نو سباون كښې د دې نه لويه پېښه رامخې ته كېدې شي۔ د زيارت په ورځ لاهور كښې د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل د مئي په 9مه نيټه شرخوښۍ لپاره د بهرني سازش ثبوت موجود دې٬ رياستي ادارې د پي ټي آئي د بهرنيو رابطو بشپړه علم لري چې د عمران خان په ګرفتارۍ به څنګه د منصوبه بندۍ له مخئ حساس تنصيبات هدف جوړولې شي٬ كه ممنوعه فنډنګ كېس سرته رسولې شوې وې نو دا پېښه به نه وه رامخې ته شوې۔ ميا جاوېد لطيف ووئيل د بااثره 35 مېرمنو په اړه هم ثبوت شته٬ هرې مېرمن سره بدسلوكي كول جرم دے خو كه يوه مېرمن ترهګري وكړي نو د ھغې به څه سزا وي۔ ده ووئيل د اے پي اېس پېښه قامي پېښه وه ٬ تل په رياست خلق قربانېږي٬ نن پوښتنه پكار ده چې د نهمې او لسمي مئي په مركزي كردار ولې لاس نه اچولې كېږي٬ كه دا كسان انصاف سره مخ كړې شي نو د 2017 كردار به خپله ختم شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په يو سياسي ګوند بنديز لګول پكار نه دې خو كه څوك په ترهګرۍ كښې ككړ وي نو په ضد ئې قانوني كارورائي پكار ده۔